دپکتیا ولایت والی بیوګرافی

د سلاکار وزير او د پکتيا والي ښاغلي شميم خان کټوازي لنډه پېژندنه

ښاغلی شميم خان کټوازی د حاجي امان الله زوی په ۱۹۸۰ ميلادي کال د پکتيکا ولایت په زرغونښار ولسوالۍکې زېږېدلی او لومړنۍ زده کړې یې د سلېمان بابا په لېسه کې ترسره کړې دي. ښاغلي کټوازي د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې څخه په ۱۳۹۰ ل. ل کال کې د لېسانس تر کچې زده کړې بشپړې او په ۱۳۹۲ ل. ل کال یې له همدې پوهنتون څخه د پښتو ادبیاتو په برخه کې ماسټري تر لاسه کړه، چې په ۱۳۹۶ کال کې یې د لوړو زده کړو په دوام له باختر پوهنتون څخه دویمه ماستړي د مديریت او رهبرۍ په برخه کې واخیسته.

شميم خان کټوازی، چې په پښتو، دري، انګلیسي او اردو ژبو روانې خبرې کوي، د یو شمېر ادبي آثارو لکه خوشحال د خپل شعر په هنداره کې، خامکی دسمال، تمامه (ناول)، د پکتيکا ادب او کلتور ته کتنه او نړيوال ادبي شاهکارونه په نوم د تالیفاتو مصنف هم دی، چې د ادب د مينوالو د پام وړ ګرځېدلي دي.

 ښاغلی شميم خان کټوازی، چې د ۲۰۱۵ کال د جولای په میاشت کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جلالتمآب ولسمشر د ځوانانو په چارو کې سلاکار وټاکل شو. نوموړي له دغې دندې وړاندې د بېلابېلو محلي رسنیو، په پکتيکا کې د ملي او نړیوالو ولایتي ادارو او سوداګریزو شرکتونو د اجرييه رییس په توګه دندې اجراء کړي، چې په خورا بریاليتوب سره یې خپلې چارې پر مخ وړې دي.

د ښاغلي کټوازي مسلکي، کاري او سیاسي بیک ګراؤنډ ته په کتو سره د افغانستان د اسلامي جمهوریت وګړشناس ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني لخوا (۱۲۱۴) نمبر حکم پر اساس، د ۱۳۹۶ کال د چنګاښ په پينځمه نېټه، د پکتيا ولایت د والي په توګه وګمارل شو، چې د همدې کال د چنګاښ د میاشتې په دولسمه نېټه د پکتيا ولایتي ادارې او ولسونو ته معرفي او خپله دنده یې رسماً پیل کړه.