ویناوی او پیغامونه

د پکتيا والي د مبارکۍ پیغام

د خوښۍ ځای دی، چې نن مو دوو پیاوړو ملي لوبغاړو (محمد ولي هوتک او باز محمد مبارز) د فري فایټ سیالیو په لړ کې خپلو حریفانو ته په ماتې ورکولو سره د هېوادوالو ننۍ خوښۍ څو چنده کړې. د دغو بریاوو مبارکي ټول افغان ملت ته وړاندې کوم.
په ورزشي برخه کې وروستۍ لاسته راوړنې د افغانستان د نړیوال انځور په ښه کېدو کې مرسته کړې او په داخل کې یې زموږ د ځوانانو پاملرنه مثبتو سپورتي بوختياوو ته راړولې. دغه لړۍ دې همدغسې جاري وي.

شمیم خان کټوازی
سلاکار وزير او د پکتيا والي

 


پر ټاپي پروژې د کار د پیلېدو په اړه د پکتيا د والي پیغام
جغرافيايي موقعيتونه د نړۍ هر قوم ته له ننګونو سره سره یو لړ فرصتونه هم برابروي. خو دا د هر هېواد د سیاسي رهبرۍ په ځيرکتيا او ليدلوري پورې اړه لري، چې له شته فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې تر څنګ، ننګونې څه ډول په فرصتونو بدلې کړي. په تېرو څو لسیزو کې افغانستان هم څه د داخلي ستونزو او څه هم د سیمه ییزې اوضاع له امله د نړیوالو لویو لوبو مرکز ګرځېدلی ؤ. خو د ولسمشر محمد اشرف غني د بې سارې نړیوالې سیاسي او اقتصادي ډېپلوماسۍ برکت دی، چې دا هېواد د نړۍ د ابر قدرتونو د ځواک ازموینې له محور څخه د نړیوالو همکاریو او سیمه ییز نښلون پر مرکز بدليږي.
نن په هرات کې د ټاپي پر پروژې د کار پیل، په همدې موخه د سیمې د هېوادونو د رهبرانو کوربه توب، د اورګاډي د ليکو پرانېستل او د وارداتي برېښنا غزېدونکي جالونه نه یوازې د پرمختللي او هوسا افغانستان خوبونو ته د تعبیر پیل دی، بلکې دا هم راپه ډاګه کوي، چې سیمه ییز قدرتونه به په نږدې راتلونکي کې پر افغانستان تکیه وکړي. افغانستان به د نړۍ سیمې د اقتصاد، سوداګرۍ، تمدنونو او کلتوري ارزښتونو د تبادلې او اتصال نکته وي.
د پرمختګ په لور دغه بنسټيز ګامونه دې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت مشرتابه، د درې ګونو قواوو رهبري او د افغانستان کړېدلي خو هيله من ملت ته مبارک وي.

شميم خان کټوازی
سلاکار وزير او د پکتيا والي