پکتیا: یو تن ترهګر د ۳۶ کېلو ګرامه چاودېدونکو توکو سره ونیول شو

پکتیا: یو تن ترهګر د ۳۶ کېلو ګرامه چاودېدونکو توکو سره ونیول شو
۱۳۹۷/۵/۱۳
د ۲۰۳ تندر قول اردو د ضد استخباراتو مدیریت منسوبینو د پکتیا ولایت مرکز ګردیز اړوند د خوست پله په سیمه کې یو تن ترهګر چې ۳۶ کیلو ګرامه چاودیدونکي تروتین کیمیاوي مواد چې د انتحاري واسکټونو لپاره یې کارول او په ماهرانه توګه یې په دوه حلقه د موټرو په زړو ټایرونو کې ځای پرځای کړي وو، نیولي دي. دغه شخص چې د زرنج په واسطه یې دغه توکي انتقالول، د ملي اردو د سرتېرو لخوا نیول شوی دی. نیول شوي مواد د تندر قول اردو ضد استخبارات مدیریت ته انتقال شوي دي.