د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست له لوري یو شمېر ادارو سره د بېلابېلو کتابونو مرسته وشوه


يکشنبه د تلې ۱۴مه
د پکتیا ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست له لوري د پکتیا پوهنتون ،پوهنې ریاست، اطلاعات او فرهنګ ریاست او ګردیز زندان کتابخانو ته(۵۰۰۰) پنځه زره جلده مختلف کتابونه ډالۍ شول، په یادو کتابونو کې د ملکي خدمتونو زده کړه، نافظه قوانین، غوره مدیریت او ګڼ شمېر نور اړین کتابونه شامل دي.

د ولایت مقام مرستیالې انجینر زهره(مطهر احمدزۍ)د پکتیا ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست یاد ګام وستایه. احمدزۍ د کتاب په ارزښت خبرې وکړې، کتاب یې د انسان غوره ملګری یاد کړ او له اړوندو ریاستونو څخه یې غوښتنه وکړه څو د یادو کتابونوساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.