مل پاسوال راز محمد مندوزی د پکتیا ولایت د امنیه قوماندان په توګه معرفي شو:

مل پاسوال راز محمد مندوزی د پکتیا ولایت د امنیه قوماندان په توګه معرفي شو:
۳۰ چنګاښ ۱۳۹۷
د معرفي په دې مراسمو کې د پکتیا په امنیه قومانداني کې تر سره شول سلاکار وزیر او د پکتیا والي ښاغلي شمیم خان کټوازي په ګډون د ۳۰۳ سپین غر زون قوماندان پاسوال خلیل الله ضیایي، د پکتیا پخواني قواماندان پاسوال سید ګل اقا روحاني، د ولایتي شورا ریس ښاغلي عبدالمالک ځاځي، د امنیت آمر سمونوال داد الله هوتک، د ولایتي شورا وکیلانو او یو شمېر ملکي ادارو ریسانو ګډون کړی و.


غونډه د قرآن پاک په څو مبارکو آیتونو پیل شوه، ورپسې د پکتیا پخواني قوماندان پاسوال سید ګل اقا روحاني د پیل خبرې وکړې او نوي قوماندان ته یې د ښه راغلاست ترڅنګ په چارو کې دبریا هیله وکړه. ورپسې سلاکار وزیر او د پکتیا والي ښاغلي شمیم خان کټوازي وینا وکړه د پخواني قوماندان پاسوال سید ګل اقا روحاني خدمتونه او کړنې یې وستایلې او نوي ګمارل شوي قوماندان ته یې د همکاري ډاډ ورکړ او له هغه یې وغوښتل چې د امنیت په ټینګښت کې پراخې هلې ځلې وکړي او د قانون په تطبیق کې د هیچا په وړاندي سر ټیټ نه کړي. ورپسې د پولیسو د ۳۰۳ سپین غر زون قوماندان پاسوال خلیل الله ضیایي او د امنیه قومانداني د امنیت آمر سمونوال داد الله هوتک خبرې وکړې او نوي قوماندان ته یې د همکاري ډاډ ورکړ. د غونډې په پای کې ښاغلی مل پاسوال رازمحمد مندوزی په خپل کاري دفتر کې د قومانداني پرسونل ته معرفي شو.


د یادولو ده چې د پکتیا پخوانی قوماندان مل پاسوال سید ګل اقا روحاني د کابل د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د پولیسو د قوماندان په حیث ټاکل شوی دی.