اونيزه اداري غونډه تر سره شوه

اونيزه اداري غونډه تر سره شوه
دوشنبه د زمري يا اسد ۸ مه
نن دوشنبه اونيزه اداري غونډه د پکتيا مرستيال والي الحاج عبدالولي سهي تر مشرۍ لاندې تر سره شوه. په غونډه کې د ملکي ادارو په ځمکو او ودانيو په جوړولو بحث او خبرې وشوې، پکتيا مرستيال والي ښاغلي سهي

د ګردېز ښاروال تر مشرۍ لاندې يو کمیسون وټاکه څو ټولو هغو دولتي ادارو لپاره ځمکې ځانګړې کړي، چې تر اوسه پورې ورته ځمکې ندي ځانګړې شوې.


پکتيا مرستيال والي ښاغلي سهي ياد کميسون ته دنده وسپارله، چې تر راتلونکې غونډې پورې بشپړ راپور ولايت مقام سره شريک کړي. ښاغلي سهي د ټولو هغو ادارو مسؤلينو ته چې د ادارو لپاره یې ځمکې ندي ځانګړې شوې هدايت وکړ، چې د خپلو غوښتنو په اړه کره مالومات له ياد کميسون سره ژر تر ژره شريک کړي.