د پکتيا پوهنتون يو شمېر ودانۍ رغول کيږي


دوشنبه د سنبلې ۵مه
نن دوشنبه اونيزه اداري غونډه د پکتيا مرستيال والي الحاج عبدالولي سهي تر رهبرۍ لاندې تر سره شوه. په غونډه کې د پکتيا پوهنتون رئیس سيد ولي جلالزي په خپلو خبرو کې وويل، چې د پکتيا پوهنتون د شپږو ودانيو( ښوونې او روزنې، انجنري، کرنې او د انجونو لیلیې په ګډون د دو نورو ودانيو رغولو قرارداد یې له يوه ساختماني شرکت سره څه د پاسه دری نيم ميليون افغانيو په ارزښت لاسليک کړی څو پورته ذکر شوې ودانۍ د ټېر په څېر ورغول شي.


د پکتيا مرستيال والي الحاج عبدالولي سهي د پکتيا پوهنتون مسؤلينو ته هدايت وکړ، چې د پوهنتون استادانو ته جدي سپارښتنه وکړي چې په پوهنتون کې د زده کړيالانو په خپله مورنۍ ژبه ليکچر او تدريس برابر او وړاندې کړي، څو زده کړيالان په اساسي ډول وروزل شي. ښاغلي سهي همدارنګه په خپلو خبرو کې په ټينګار سره وويل، که په پوهنتون کې له زده کړيالانو سره د ښوونکو لخوا توپيري چلند وشي نوموړي استادان به له جدي قانوني برخورد سره مخامخ شي.
د پکتيا مرستيال والي ښاغلي سهي د غونډې په پای کې پريکړه وکړه، چې په ګردېز ښار کې به يو څلور لاری د مرحوم ډاکټر سيد عالي شاه مسوي په نوم ونوموي.