پکتيا والي په ګردېز کې د وروستي ترهګريز بريد د اغېزمنو کورنيو پوښتنه وکړه


سه شنبه/ زمری ۳۰ مه/ ۱۳۹۷ ل. ل، د لوی اختر لومړی ورځ
پکتيا والي شميم خان کټوازي ګردېز ښاروال عصمت الله خالد او د ولایتي شورا رییس عبدالمالک ځاځي سره یو خای په ګردېز کې امام زمان جامع جومات ته په ورتګ سره پر یاد عبادت ځای د ورستي ترهګريز برید په پایله کې د دردېدلو کورنيو پوښتنه وکړه.


پکتيا والي ښاغلي کټوازي د خواجه حسن قریې اوسېدونکو غم خپل غم وباله، دوی ته یې په خپل منځ کې د ورورګلوۍ او يووالي سره د ژوند کولو سپارښتنه وکړه. ښاغلي کټوازي وويل، چې د هېواد دښمنان د افغانانو تر منځ د تفرقې اچولو هڅه کوي، خو د دې ملت په پاشلو به هیڅ کله بریالي نشي. نوموړي د یادې پېښې قربانيان سپېڅلي شهيدان یاد کړل چې د جمعې د لمانځه پر مهال د وحشیانه بريد ښکار شول.


د يادې سيمې قومي مشر قوماندان شرين او یو شمېر نورو مخورو په خپلو خبرو کې وويل، دښمن غوښتل، چې د مرکز ګردېز په امام زمان جامع جومات د تېرې خونړۍ پېښې په تر سره کولو سره د پکتيا د شريفو قومونو تر منځ بې اتفاقي او واټن رامنځته کړي، خو په دې هدف کې بریالي نشول او نه به هم په راتلونکي دغه شوم هدف ته ورسيږي.