د دښمن تبلیغات، د ولس اندېښنې او د پکتیا د والي عکس العمل


چهارشنبه/ وږی اوومه/ ۱۳۹۷ ل. ل
د پکتيا والي شميم خان کټوازي په داسې حال کې چې د امنیت آمر سمونوال داد الله هوتک یې هم ملتيا کوله، نن غرمه د ګردېز ښار په بازار او واټونو کې پلی وګرځېد او له ولسي خلکو سره د ليدنې پر مهال هغه ګنګوسې د دښمن تبلیغات وبلل چې ګواکې د ګردېز پر ښار ډلییز ترهګريز بريدونه ترسره کيږي.


نوموړي وويل، چې وسله والو مخالفينو او ملاتړو یې په غزني ښار کې بدترينه ماتې خوړلې خو اوس غواړي د اوازو په خپرولو سره خپلو تيت او پرک جنګياليو ته روحيه ورکړي. نوموړي وويل، چې له امنیتي پلوه نور ولایتونه له پکتيا څخه اکماليږي او په پراخ شمېر کې د امنیتي ځواکونو باموراله شتون ته په کتو سره به وسله وال مخالفين هیڅکله دې ته زړه ښه نه کړي، چې په دې ولایت کې ډلييز بريدونه ترسره کړي.


ښاغلي کټوازي وويل، چې امنیتي ځواکونه د هر ډول حالت پر وړاندې بشپړه امادګي لري او د تل په څېر به له خپلو خلکو او خاورې څخه په مېړانه ساتنه وکړي.
په ورته وخت کې د دښمن د تبلیغاتو د شنډولو او د ولسي اندېښنو د رفع کولو لپاره په پکتيا ولایت کې ټولو امنیتي، کشفي او استخباراتي ادارو خپله بشپړه امادګي ښودلې او د مانورونو په اجرا سره یې ولس ډاډمن کړی.


دا په داسې حال کې ده، چې د تېره شپه د سېدکرم ولسوالۍ په یو شمېر سيمو کې افغان هوايي او ځانګړو ځواکونو هم عمليات ترسره کړي، چې پکې د څو سرګروپانو په ګډون ۱۹ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، ۲۲ نور ټپیان او یو شمېر نور مشکوکين نيول شوي دي، چې تر پلټنو لاندې دي.