پکتیا پوهنتون کې د حقوقو اوسياسي علومو پوهنځي د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

پکتیا پوهنتون کې د حقوقو اوسياسي علومو پوهنځي د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د حقوقو او سیاسي علومو نوې جوړېدونکې ودانۍ چې د شاوخوا ۶۶ ميليون افغانیو په ارزښت د کور او ښار جوړونې وزارت له خوا په پاخه او اساسي ډول جوړېږي څلوېښت درسي خوني، د علمي سیمینارونو تالار،

مجهز لابراتوار او نوري اړیني اسانتیاوي به ولري. دغه ودانۍ چې د بنسټ ډبره یې د پکتيا والي شميم خان کټوازي لخوا کيښودل شوه، په یوه وخت کې به د یو زر او دوه سوه محصلینو د زدکړي ظرفیت ولري.


په دغو مراسمو کې د پکتيا والي ښاغلي کټوازي په ګډون د پکتیا پوهنتون رئیس، د ولایتي شورا رئیس عبدالمالک ځاځي، د ولايتي شورا غړو محمد رحمن قادري او شفيق الله منګل د ګردېز ښاروال، د يو شمېر ملکي ادارو ريیسانو او د پوهنتون محصيليونو ګډون درلود.