د ښار د پرختيا په موخه ۱۵۰۰ متره سړک په اساسي ډول جوړيږي


چهارشنبه د سنبلې ۷مه
نن چهارشنبه د ګردېز ښار د پراختيا په موخه د ۱۵۰۰ متره سړک چارې د پکتيا والي شميم خان کټوازي لخوا د پټۍ په پرېکولو سره پېل شوې.
ياد سړک چې ۳۰ متره پلنوالی لري د ګردېز ښار کابل لين د خواجه حسن سيمې څخه تر عسکري پامليو او بيا له هغه ځايه د نسوان شهري ليسې تر څلور لاري پورې د ۷۶۲۰۰۰۰۰ شپږ اويا ميليون او دوه لکه افغانيو په ارزښت په پاخه او اساسي ډول جوړيږي، چې د يادو سړکونو په جوړيدو سره به له يوې خوا د ګردېز ښار ښکلا او پراختيا ومومي او له بلې خوا به په ښار کې ګڼه ګوڼه کمه شي.


پکتيا والي شميم خان کټوازي د يادو سړکونو د پېل په مراسمو کې له رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل، چې د ګردېز ښار د پراختيا او ښکلا په موخه به ۱۵۰۰ متره سړک چې ۳۰ متره پلنوالی لري په اساسي ډول سره به جوړ شي. پکتيا والي زياته کړه، چې د دغه سړک چارې به په راتلونکو شپږو کاري میاشتو کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.


پکتيا والي شميم خان کټوازي زياته کړه، چې د ښار ماسټر پلان نورې برخې هم په بشپړيدو دی او زياته یې کړه چې هڅه به وکړي د ماسټر پلان د نورو برخو د جوړيدو چارې هم پېل کړي څو د ښار سړکونه په معياري او پراخه ډول جوړ شي.
د يادو سړکونو له جوړيدو سره د سيمې خلکو له ولايتي ادارې څخه خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ، چې د يادو سړکونو په جوړيدو به له قراردادي شرکت سره لازمه همکاري وکړي، څو دغه سړکونه په پاخه او اساسي ډول سره جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.