د پوهنې له سرپرست وزیر سره لیدنه:

د پوهنې له سرپرست وزیر سره لیدنه:
سلاکار وزیر او د پکتیا والي ښاغلي شمیم خان کټوازي نن د پوهنې وزارت له سرپرست ښاغلي ډاکټر محمد میرویس بلخي سره وکتل او له هغه سره یې د پوهنې په برخه کې د پکتیا ولایت د خلکو د ستوزو په هواري، او راتلونکو پلانونو د عملي کېدا په اړه تفصیلې خبرې وکړې. او په مشخص ډول یې په پکتیا کې د زده کوونکو لپاره د درسي کتابونو د کمښت، د درسي خونو کمښت او د ښوونکو د بستونو د کمښت په اړه تفصیلي خبرې وکړې.


ښاغلي کټوازي په پکتیا کې د رسمي ښوونکو د بستونو، درسي کتابونو او درسي ټولګیو کمښت تر ټولو لویې ستونزي یادې کړې او د پوهنې وزارت له مشرتابه یې وغوښتل، چې په دې برخه کې هر اړخیزه مرسته او همکاري وکړي.


د پوهنې سرپرست وزیر ښاغلي محمد میرویس بلخي وویل چې له شته بودجوي امکاناتو په ګټه اخیستو به د پوهنې په برخه کې د پکتیا ولایت د ستونزو د هواري په برخه کې کار وکړي.
ښاغلي بلخي زیاته کړه، هڅې مو دادي، چې په ټولو ولایتونو کې په متوازن ډول د هېواد بچیانو ته ښوونیز او روزنیز خدمتونو وړاندې کړو او په پوهنې وزارت کې د هر ډول فساد پر وړاندې جدي مبارزه وکړو.