پنځه کلن ولايتي ستراتيژيک پلان جوړيږي


شنبه د تلې ۱۳مه
نن د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي تر مشرۍ لاندې اونيزه اداري غونډه تر سره شوه.
په غونډه کې د پکتيا ولايت پنځه کلن ستراتيژيک پلان په جوړولو او يو شمېر نورو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې. پکتيا مرستيال والي ښاغلي سهي د ولايتي ادارې له ټولو مسؤلينو په جدي ډول وغوښتل، چې په راتلونکي پنځه کلن ستراتيژيک پلان جوړولو کې له دقت څخه کار واخلي او د هيواد په کچه لویې پروژې (د لويو او کوچنيو بندونو جوړولو، لویو لارو په اساسي ډول رغولو، د اوبو مهارولو، د کرنې، پوهنې، روغتيا او نورې اړينې پروژې په پام کې ونیسي، په منظم او معياري ډول پنځه کلن پلان جوړ کړي.
د يادولو وړ ده، چې د ياد پلان جوړونې په هکله دوه ورځنۍ ښوونيز ورکشاپ دایريږي او د ولايتي مسؤلينو تر منځ به د پلان جوړولو په هکله به مسلکي بحث تر سره کيږي.
د پکتيا د اقتصاد رئيس حبیب فیروز صافي په خپلو خبرو کې وويل، چې پکتيا ولايتي فروفايل د ولايتي ادارې او د پکتيا ولس له اساسي غوښتنو سره سم جوړ شوی او اوسمهال د ولايتي ،مرکزي مسؤلينو او د ګڼ شمېر هيوادونو سفارتونو ته سپارل شوی، څو د پکتيا په هکله له اړينو مالوماتو ګټه پورته کړي.