تورن جنرال دادان لونګ د ۲۰۳ تندر قول اردو د قوماندان په توګه معرفي شو:

تورن جنرال دادان لونګ د ۲۰۳ تندر قول اردو د قوماندان په توګه معرفي شو:
په هغو مراسمو کې چې نن چهارشنبه د ۱۳۹۷ کال د اسد میاشتې په لسمه په ۲۰۳ تندر قول اردو کې تر سره شول د سلاکار وزیر او پکتیا والي په ګډون د ملي دفاع وزارت مرستیال ډګر جنرال هلال الدین هلال، د دفاع وزارت د حقوقو ریس، د پکتیا ولایتي شورا ریس، د قول اردو مخکیني قوماندان تورن جنرال شعورګل او د ولایتي شورا یو شمېر وکیلانو ګډون کړی و.


د ملي دفاع وزرات مرستیال ښاغلي هلال وویل چې تغیر او بدلون د نظام اصل دی او ددې اصل په بنا ښاغلی ډګر جنرال دادان لونګ د ۲۰۳ تندر قول اردو د نوي قوماندان په حیث ټاکل شوی دی. نوموړي له ښاغلي لونګ څخه وغوښتل چې په پوره زړورتیا او امانتداري سره خپله دنده په مخ یوسي او د تېر په څېر د خاورې په ساتنه او ملي ګټو په خوندیتوب کې زیار وباسي. ښاغلي هلال د اردو سربازانو، بریدملانو او افسرانو ته په وینا کې وویل: که ستاسي په قانوني حقونو تېری کېږي د شکایتونو اورېدا ته ټولې دروازې ستاسي په مخ خلاصي دي، له ښکته پورته او له پورته ښکته د مراتبو سلسلې په پام کې ولرئ ځکه د مراتبو د سلسلو مراعاتول د عسکري نظم مهم اصل دی. په ښاغلي هلال پسې د ۲۰۳ تندر قول اردو مخکیني قوماندا تورن جنرال شعورګل د خپلو خبرو په پیل کې نوي ټاکل شوي قوماندان ته ښه راغلاست او مبارکي وویلهّ، ښاغلي شعورګل زیاته کړه چې په تېر یوه کال کې د ۲۰۳ تندر قول اردو سربازانو او منسوبینو د هیواد په ۷ ولایتونو او ۸۳ ولسوالیو کې ډېرې سختې او پېچلې دندې په بریالیتوب تر سره کړي دي. ښاغلي شعور ګل په ډنډ پټان ولسوالي کې د انځرکي کنډو د بریالیو عملیاتو یادونه وکړه او ویې ویل چې له ملي پولیسو او ملي امنیت سره په پوره همغږي د دوی ټول عملیات تر سره شوي دي، پخواني قوماندان تورن جنرال شعورګل د ۲۰۳ تندر قول اردو له سربازانو او منسوبینو وغوښتل چې له نوي قوماندان سره پوره همکاري وکړي او خپلې دندې په سمه توګه سرته ورسوي.


له ښاغلي شعور ګل وروسته د ۲۰۳ تندر قول اردو تورن جنرال دادان لونګ د خبرو لپاره سټېج ته وغوښتل شو، ښاغلي لونګ د خپلو خبرو په سر کې وویل: درود په هغو شهیدانو چې د خاوري د ساتنې او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره یې خپل خواږه ځانونه قرباني کړي دي او په دې سپېڅلې لار کې ټپي شویو سربازانو او افسرانو ته د لوی خدای له درباره روغتیا غواړم. نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه چې د ولس په مټ او همکاري به دا دروند مسؤلیت په مخ یوسي. ښاغلي لونګ زیاته کړه چې تېر دری ورځنې اوربند وښوده چې افغانان له جګړې ستړي او کرکه ترې لري، ده هیله څرګند کړه چې په نږدې راتلونکې کې به سوله حاکمه شي او موږ د سولې لپاره هر ډول قرباني ته چمتو یو. ښاغلي لونګ په وسله والو مخالفینو غږ وکړ چې له وسله وال مخالفت څخه لاس واخلې او د خپل ولس په وړاندي پیل کړي جګړه بس کړي او له ټولو هیوادوالو سره په ګډه د وطن په جوړېدا کې ونډه واخلي.