د لومړنیو مالوماتو له مخې په پکتیا کې (۱۶۳۳۲۳) رايې کارول شوې دي

 د لومړنیو مالوماتو له مخې په پکتیا کې (۱۶۳۳۲۳) رايې کارول شوې دي

د تلې ۷مه/۱۳۹۸ ل.ل
د پکتیا ټاکنو خپلواک کمیسيون رئیس نقیب الله حیدري وايي، چې لومړنۍ پایلې ښيي، چې د پکتیا په مرکز ګردېز او ولسوالیو کې ټولې (۱۶۳۳۲۳) رايې کارول شوې دي.
نوموړي زياته کړه په پام کې وه، چې د پکتیا په (۱۹۴) مرکزونو کې رایه اچونه وشي، خو د آمنیتي ستونزو له آمله يې (۳۳) مرکزونه وتړل شول او په (۱۶۱) مرکزونه کې رایه وکارول شوه.
د پکتیا والي شمیم خان کټوازي بيا په ټاکنو کې د خلکو ګډون وستایه او زياته يې کړه، چې که څه هم په دې ولایت کې له ثبت شویو رایو څخه یې کمې وکارول شوې خو ستونزو ته په کتو سره بیا هم د رایې ورکونې په پروسه کې د پکتیاوالو ګډون د سیمې د خلکو پر ولسواکۍ باور ښئي. ښاغلي کټوازي وویل چې د ولس پراخ ګډون، د ناظرو بنسټونو څار، ټاکنیزو کمیسیونونو او محلي مسؤلینو ممکنه کړه چې ټاکنې په ډېر شفاف ډول ترسره شي.
د پکتيا امنيې قوماندان سمونوال محمد عثمان جانباز او د ملي امنیت رئیس تورنجنرال قدرمحمد قدر وویل، چې امنيتي ځواکونو د ټاکنو امنيت ساتنې لپاره زياتې هلې ځلې وکړې او تر ډېرو ولايتو په پکتيا کې د ټاکنو امنيت په ښه ډول نيول شوی و.
دوی وویل چې که څه هم د وسله والو طالبانو په بشپړ توان سره هڅه وکړه چې د ټاکنو پروسه ټکنۍ کړي او خلک د خپلې رایې د حق له استعمال څخه منع کړي خو د ولس پراخ ګډون او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مؤثر غبرګون دغې ډلې او بادارانو ته یې غاښ ماتوونکی ځواب و.

 

ر