پکتیا: له ولسوالیو څخه د رایې اچونې د صندوقونو، حساسو او غیر حساسو توکو د انتقال پروسه بشپړه شوه


د تلې ۸ مه/۱۳۹۸ ل. ل
پکتیا ولایت امنیه قومندانۍ د امنیت آمر سمونوال لطف الله کامران په ملتیا امنیتي ځواکونو وکولای شول چې د دې ولایت له ټولو ۱۴ ولسوالیو څخه د ولسمشریزو ټاکنو ټول حساس او غیر حساس توکي مرکز ګردېز ته له کومې ستونزې پرته انتقال او د ناظرینو او اړوند کارکوونکو په شتون کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ولایتي دفتر ته تسلیم کړي.
د پکتیا امنیه قومندان سمونوال محمد عثمان جانباز د ټاکنو په ورځو کې د امنیتي ځواکونو سرښندنې وستایلې او ویې ویل چې که څه هم دښمن د دغې ملي پروسې د سبوتاژ کولو هڅې وکړې خو له بدترینې ماتې سره مخ شول.
پکتیا رسنیز دفتر